د بريا راﺯونه /موفقيت

د بريا راﺯونه  

بريا

  • له لومړنيو ماتو څخه هيڅ کله بريا نه تر لاسه کېږي 
  • برى هغه وخت ډېر خوندور وي جي د انسان د خپلي هڅې ثمره وي نه د نورو د ﺯيار
  • بريا د هغه چا په برخه کېږي چي په اصلي لاره قدم ږدي 
  • د بريا غونډئ تخ رسېدل اسانه ده په شرط ددې چې د بريا په لاره بلد وي 
  • په بريا کې غرور اوپه ماته کې ناامېدي مه کوئ 
پر خپلي بريا خوښ د بل په ناکامئ غمجن اوسه

همت 

  • هر څومره چې همت لوړ وي هغه مقام تر لاسه کوې يې  لوړ او تلپاتي به وي 
  • څوک چي همت لري هر څه لري ځکه چې هر څه به تر لاسه کړي 
  • که بشر همت نه درلوداى تر اوسه به يې خپل لومړئ ژوند ته دوام ورکاوه 

يواﺯي همت د بريا لپاره کافي نه دى  عمل هم لاﺯم دى

وخت 
  1. وخت ته د نعمت په سترګه وګورئ  ځکه هر شېبه امکان لري چې پاى ته ورسېږي 
  2. هغوى چې د وخت په قدر نشي پوه تر ټولو به ﺯيات پېښمانه وي 
  3. دهر چا لپاره ټاکل شوى وخت شته چې د لېږد وړ نه دى 
  4. ستاسو وخت ستاسو عمر دى دهغه پاملرنه وکړئ
درى ډله خلکو لپاره وخت ژر نه تېرېږي.    ميئن  ناروغ   ﺯنداني 

  • فرصت 
  •  د خير کار په ترسره کولوکې هېڅ فرصت بايد له لاسه ور نه کړو 
  • د بشر لپاره لويه بدبختي د فرصتونو څخه ګټه اخيستل دي 
  • نېکمرغه هغه څوک دي چې ډېر کار له امله د سر ګرولو فرصت هم نه لري 

Comments

Popular posts from this blog

معلومات در باره افغانستان /د افغانستان په هکله معلومات/Afghanistan